به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

استخباراتي سازمانون

سال

: 2020.09.22

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1500

تعداد صفات

: 73

کد فایل

: 242

مقطع

: لیسانس

 سریزه: که د نړی حالاتو ته نظر واچوو چي په نړی کي څه تیریږي او بیا په دي باندي خبر شو چي کومي کومي بيښي شوي دي د هري پيښي تر شا د چا لاس ؤ او څه هدف يي درلوده نو دا به ډير مشکله وي چي د هغه په واقیعت باندي پوه شو چي چا او د څه هدف لپاره يي ترسره کړی دی  .شاید د پيښي تر شا يي د اجراکوونکي اهداف ډیر وي که موږ دا واقیعت په سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، مذهبي او نظامي برخو وویشو نو بیا به په دي صورت کي د هري برخي د څیړلو او معلومولو لپاره اړتیا پیدا کیږي ، هر ملت په دي هڅه کي دی او کوښښ کوي چي په دي برخو کي پیاوړی او مخکښ و اوسي او بیا د هغوي د ساتلو لپاره زیار ګالي او کوښښ کوي چي خپل مقام وساتي. که موږ په نړی کي د استبدادي حکمرانانو تاریخ مطالعه کړو نو هغوي  ددي لپاره چي د تل لپاره په واک کي پاتي شي نو همیش يي په خپل ولس او رعیت باندي جبر او ظلم کړی دی په دي خاطر باندي چي داسي يو څوک راپورته نه شي چي دی له تخته وغورځوي او په خپل ولس کي يي د پوهي او علم خاوندان همیش له منځه وړي دي او د انسانیت خواخوږي يي په دي فاني نړی کي نه دي پريښي چي د مظلومو او بي چارو انسانانو ته د هغوي حقوق ورکړي چي په امن ، سوکالی او د ورورولی په فضاء کي يي په ډاډمنه توګه د خپل ژوند پاتي شیبي تیري کړي ولي بیا هم د نړی د مستبدین او جابران د همیش لپاره په واک کي نه دي پاتي شوی او د وخت د هر فرعون لپاره یو موسی  پیداشوی او د هر جابر خوله يي له خاورو څخه ډکه کړي ده چي د تاریخ په پاڼو کي شرمینده او ځاي پر ځاي شوي دي. همدارنګه په نړی کي ډیر داسي هیوادونه وجود لري چي په اقتصادي ، سیاسي او نظامي لحاظ ډیر پرمختګ کړی ولي د هر ملت سرلاري بعضي وخت د فرعون خوی غوره کړی دی او د نړی وروسته پاتي هیوادونه يي په اقتصادي ، سیاسي ، فرهنګي ، نظامي او مذهبي برخو کي د خپل استعمار او استثمار لاندي راویستي دي او په هغوي باندي يي خپله جابرانه سلطه چلولي ده ولي بیا هم دغي سلطي ډير دوام نه دی کړی او دهغوي د جبر د ټغر د ټولولو لپاره ویښ او بااحساسه ملتونه راپورته شوي دي او هغوي يي د خپل هیواد تر پولو پوري په شرمیدلي حالت کي ځغلولي دي، دغه جابران بیا هم په کرار ناست نه دي او د خپلو ګټو د ساتلو لپآرهيي په مختلفو نومونو خپل استازي لیږلي دي. ددي لپآره چي په هر اړخیزه توګه باندي مقابل لوري د خپل سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي نفوذ لاندي راولي او استعماري پنجي تري راتاو کړي ددي هدف لپآره يي خاص سازمانونه ایجاد کړي دي ترڅو خپل اهداف ترلاسه کړي، دغو سازمانونو ته يي په نړیواله کچه پراختیا ورکړي ده چي ډیر پراخه تشکیلات لري، بناءً کله چي به مي دداسي سازمانونو په اړه مطالعه کوله نو د مطالعي په جریان کي او همدارنګه د مطبوعاتو له لاري به مي چي کله داسي عجیب واقیعاتو او پيښو څخه خبریدم چي ډير زړه بوږنوونکي به وه او دغه پيښي چي کله به منځ ته راغلي نو داسي فکر به مي کاوه چي ولي د انسانیت دښمنان دومره بي رحمه دي او د څه هدف لپاره دغه ناوړه کړني ترسره کوي،  دغه انسان دښمنه عمل چي به هر چیرته ترسره شو نو یوي تروریستي ډلي به ضرور د هغي پړه په غاړه اخیسته او بل لوري به يي غندنه کوله چي د غندونکو له ډلي څخه به یو داسي څوک هم وجود درلود چي هغوي به ددغو ډلو حمایت کولو داچي دغو ډلو داسي اعمال د څه لپاره ترسره کول ، تر شا يي ډير عوامل او تأثیرات پریښودل ، چي شاید دغه حالات به د هغوي په ګټه ؤ چي د انسان وژني يي هيڅ پروا نه درلودل چي تر ډیره حده پوري شاید ددوي هدف داوي چي مقابل لوری په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي لحاظ ضعیفه کړي چي په نتیجه کي دغه استعماري قوتونه هغه په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي لحاظ تر خپل استعمار لاندي راولي.  ما هم هوډ وکړلو چي ددغو استخباراتي سازمانانو په اړه د خپل تحصیلي دوري په پاي کي خپل مونوګراف ترتیب کړم ترڅو د یوي خوا نه ددغو استعماري قوتونو په اهدافو باندي چي د نړی انسانانو لپاره يي د ناامنی او ورسته پاتي کیدو او بي اعتمادی فضاء رامنځ ته کړي خبر شم او د بلي خوانه هغه مسؤلیت چي راپه غاړه ؤ ترسره کړم.

.

 فهرست مطالب

سـريـــزه            1

لـومړی فصـل     5

CIA     5

لومړی مبحث: د CIA  استخبارتی سازمان پیژندنه 5

لومړی جز: مرکزی دفتر. 6

دوهم جز: لګښت.          7

دریم جز: څانګی ، اداری پرسونل او مصارف.         7

اول پراګراف: په عمومی ریاست کی .       7

دویم پراګراف: د ساینس او ټکنالوژی په ریاست کی .        7

دریم پراګراف: د عمومی اطلاعاتو ریاست. 7

څلورم پراګراف: لوژستیکی ریاست .         8

پنځم پراګراف:  خفیه جاسوسۍ کولو ریاست        8

دویم مبحث: سی آئی ای د نړۍ په نورو هیوادونو کې         9

دریم مبحث:د سی آئی ای کلنی بودیجه  9

څلورم مبحث:د سی آئی ای اهداف          10

لـومړی:هدف     10

دویم هدف :په اقتصادی منابعو قبضه .     11

دریم هدف: د رقیبو نظامونو ختمول.        11

څلورم هدف: د نورو جاسوسی سازمانونو امریکای ضد فعالیتونه شنډول .      12

پنځم مبحث: د کار او فعالیت  دایره         12

لومړی جز:د ملی اطلاعاتو برخه   12

دوهم جز: نظامی برخه   13

دریم جز:په پولیسي برخه کې      13

څلورم جز:په سمندری برخه کی  13

پنځم جز:په هوایي برخه کې       13

شپږم جز:د رېسرچ او څېړنې برخه 13

اووم جز:په نړیواله برخه کې         13

اتم جز:په اټومي برخه کې           13

نهم جز:په اقتصادي سیکتور کې 14

شپږم مبحث: د سی آئی ای وسائل           14

اول پراګراف: ګرځنده راډیويی اسټېشنونه .           14

دوهم پراګراف: ریډیو لبرټي         14

دریم پراګراف: ریډیو سوان          15

اووم مبحث: مطبوعاتي ذراېع      17

اتم مبحث: د وسلو جوړولو کارخانې         17

لومړی جز:انټرنېشنل ارمامینټ کارپورېشن           17

دوهم جز: ډبل چیک کارپورېشن 18

دریم جز:کربین میرین آئرو کارپورېشن     18

نهم مبحث: د سي ائی اې الوتکې 19

لومړی جز:ټرانسپورټي الوتکې     19

دوهم جز:جنګي الوتکې 20

دریم جز:جاسوسي کوونکې الوتکې          21

څلورم جز:اس آر سیونټي ون (SR – 71 )   22

پنځم جز:د سي آئی اي الوتکو جوړولو تاریخ          22

اول پراګراف:سول آئیر ټرانسپورټ 22

دوهم پراګراف: آئیر ایشین           22

دریم  پراګراف:انټومونټین ایوي ایشن       22

څلورم پراګراف: ائیر امریکن        23

پنځم پراګراف:یوټو او اس ارسیونټی          23

شپږم جز:دسی آئی ای دالوتکو مجموعي شمېر     23

اووم جز: د سي آئی اي د هوایي املاک مجموعي پرسونل   23

لسم مبحث: دسی ائی ای انفرادي قتلونه: 23

لومړی جز: جان آف کینډي         23

دوهم جز: مولکم ایکس Mulkom Aekes 24

دریم جز: ډاکټر نکرومه : 24

څلورم جز:ملک فیصل شهید       24

یولسم مبحث:د سي آئی اې اختیارات:     25

دولسم مبحث:د سی ائی ای نوي اقدامات 26

دیارلسم مبحث:د سي،ائی،اې پټ زندانونه او تعذیبونه       27

دوهم فصــــــل  30

موســــاد           30

لومړی مبحث:دموسادپیژندنه      30

دوهم مبحث: د موساد په استخباراتي شبکي کي د کار کولو شرايط او تربیه: 31

دریم مبحث:داسرايلو استخباراتی اداری   32

لومړی جز:وعادا VAADA         34

دوهم جز: موساد MOSAAD     34

دریم جز: شين بيتهـSHINBETH           34

څلورم جز:فوځي استخبارات        34

پنځم جز:انتظاميه          35

څلورم مبحث: د حکومت او پټو ادارو اړيکې           35

پنځم مبحث: د عوامو او خفيه ادارو اړيکې 36

شپږم مبحث: کارکولو مهارت       36

اووم مبحث: د اور او وینو لوبه       37

اتم مبحث: د یهودانو د وحشت اوبربریت څو مثالونه           40

لومړی جز: دیهودانو په بندیخانوکې د فلسطیني مسلمانانو زورول    41

دوهم جز: په فلسطیني بندیانو خطرناک سائنسي تجربات  41

دریم جز: د پنځه لکه فلسطینیا نو بند یانول          42

څلورم جز: د بندیانو مرۍ د برمی د ماشین په وسیله سوری کول     42

پنځم جز: د زرګونو فلسطیني ماشومانو قتل عام او په دماغي ناروغیو اخته کیدل       43

شپږم جز: د پیغلوبربنډ مارش      43

اووم جز: یهودانو د حامله ښځو  ګیډي وڅیرلې      43

اتم جز: د سترګو لیدلی حال       43

نهم جز: په فلسطین کې د مساجدو بد حال          44

نهم مبحث: د اسلام پر خلاف د یهودانو ناوړه ارادې 45

دریم فصل         47

RAW   47

لومړی مبحث:RAWپیژندنه اودبهارت استحباراتی سیستم 47

دویم مبحث: دRAW رامنځ ته کیدل او جوړښت    48

دریم مبحث:د RAWمقاصد        50

څلورم مبحث: سوق الجیشي استخبارات  51

پنځم مبحث:دRAW مهم اهداف:           53

خــــــلاصــــــــــه          64

وړاندیزونه‌          68

 

منابع

1: احمدزی،پوهنمل زاهدی،دمرګونو سوداګر،چاپ ۱۳۸۵ا هـ ش، امیر کروړکتابتون

۲:ارشد،مقبول،خفیه رپوٹیں،فاتح پبلیشرز،سال ۲۰۰۱

۳:ترمزی،بریګیډير(ر)،سيداحمد ارشاد،حساس اداری،زاهد بشیر پبليشر،سال،۲۰۰۴

۴:ساګر،طارق اسماعیل،RAWاوربین الاقومی دهشتګردی،طاهر پبلیشر،سال،۲۰۰۹،لاهور

۵:ساګر،طارق اسماعیل،جاسوس،سیونتهـ سکای پبلیشرز،سال سپتمبر۲۰۰۵ لاهور

۶:ساګر،طارق اسماعیل،خفیه ايجنسیو کی دهشتګردی،ساګر پبلیشرز،سال نومبر۲۰۱۰

۷:صافی،م فاروق،په اسلامی نړۍ یرغل،چاپځای پيښور،کال۲۰۱۰

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059